مظفرآباد 04 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي چې د كشمير مسئله د نړۍ ضمیر لپاره يو چیلنج دے، د ک??میریانو وينه به رنګ راوړي٬ د هغوي قربانۍ ب?? بې ځايه نه ځي، د ک??میر په اړه د پاکستان مقدمه د م??ګر?? ملتونو سلامتی کونسل د قراردادونو په بنیاد ده، د سلامتي د کونسل قراردادونو له مخې کشمیریانو له دې د خپل سباؤن د پريكړې حق وركړې شي،په مقبوضه کشمیر كښې د ژوند معمولات په بشپره توګه مفلوج ، سيمه كښې کرفیو نافذ ، د انټرنیټ او م??اصلات نورې ذريعې بند كړې شوې دي، د هندي حکومت دغه اقدامات د ک??میریانو حق ته د زيان رسولو ناكامه هڅه ده٬ هند له به نړيوال قوانین يو ځل منل وي، ګټه به د ک??میریانو كېږي، د هندي عسكرو د لاسه د ک??میریانو قتل او په هغوي د ظلم كولو هڅه به ناکامه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د آزاد جمو او کشمیر قانون سازاسمبلۍ او د ک??میر کونسل شريكې غونډې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ وزیراعظم په خپل خطاب كښې د مقبوضه کشمیر شوپیا سيمو او آننت ناګ كښې د هندي عسكرو د لاسه شهيدو شويو 17 کشمیری ځوانانو عادل احمد ټھوکر، ناظم ډار، رئیس احمد ، زبیر طوری، فیاض ملك، اشفاق ټھوکر، محمد عباس بټ ، وسیم احمد، زبیر احمد بټ ، نظام الدین بټ، محمد احمد ټھوکر او نورو شهيدانو نامې اخستلو سره ووئيل هندي عسكرو د ظلم څرګندونې سره په بې دردۍ وګړي قتل كړي۔ د دغسې شهادتونو نه پس په مظاهرو كښې 200 څخه زيات بې ګناه كشميريان ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل د ریاستي ترھه ګرۍ ترمخه نه يوازې په امناكه احتجاج کونكو کشمیریانو تشدد كېږي بلکه په جنازو كښې په شريكو وګړو هم تشدد کېږي۔ دا د هندي حکومت او عسكرو د ک??میریانو قتل عام او د هغوي حق ته د زيان رسولو ناكامه هڅه ده۔ ده ووئيل چې په دې ورستيو كښې په يو څو پېښو كښې يو ځل بيا مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو د لاسه د كشميريانو جائز حقونو ته زيان رسول شوے۔ وزیراعظم ووئيل چې ریاستی تشدد په مقبوضه کشمیر كښې د هند د ریاستی تشدد او ترهه ګرۍ پالیسیو تسلسل دے۔ دا مهال مقبوضه کشمیر كښې د ژوند معمولات په بشپړه توګه مفلوج دي۔ په مقبوضه کشمیر كښې کرفیو نافذ ده ، انټرنیټ او د مواصلات نورې ذريعې بندي دې۔ ده ووئيل مقبوضه كښې د هندي عسكرو کاروائیو په نتيجه كښې د خوراك څښاك څيزونه چې پكښې د ماشومانو لپاره پيۍ هم شاملې دي ، هغه نه ترلاسه كېږي۔ وزیراعظم ووئيل چې 1947ء كښې هند د بشري حقونو او نړيوالو قوانین نه منلو سره مقبوضه کشمیر ناجائز تسلط قائم کړې او هلته ئې قبضه كړې ده، دا مهال دا معامله د م??ګر?? ملتونو سلامتی کونسل كښې پورته كړې شوې۔ م??ګر?? ملتونو په خپلو قراردادونو كښې دا پريكړه كړې چې د مقبوضه کشمیر اولس به د خپل سباؤن پريكړه د خپلې خوښې او م??شاء له مخې كوي۔ هند د نړۍ سره مقبوضه کشمیر كښې د استصواب رائے لوظ كړے۔ وزیراعظم ووئيل هند د مقبوضه كشمير په اړه د خپلو لوظونو څخه په شا شوے خو بيا هم کشمیریان د هند غیر قانونی قبضه او تسلط منلو ته چمتو نه دي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان به د کشمیریانو د خپلواكۍ حق هلو ځلو كښې د ک??میریانو سره اوږه په اوږه ولاړ وي، پاکستان تير وخت كښې هم د ک??میریانو م??ګرتيا كړې وه، نن هم ئې ملګرتيا كوي او سباؤن كښې به ئې هم د اخلاقی ، سیاسی او سفارتی حمایت روان ساتلې شي۔ وزیراعظم ووئيل چې د جمو او کشمیر مسئله يو نړيوال حقیقت دے۔ د پاکستان مقدمه د بشري حقونو نړيوال قوانینو او د م??ګر?? ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو په بنیاد ده۔ پاکستان غوښتنه كوي چې کشمیریانو له دې د سلامتی کونسل د قراردونو له مخې خپل حق وركړې شي او هغوي له دې د خپل سباؤن پھ اړه د پريكړې كولو حق وركړې شي ، ګټه به بيا هم د كشمريانو كېږي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان حکومت او اولس د ک??میریانو سره دے۔ حکومت نه يوازې د دې غندنه كوي بلکه دا زمونږ غوښتنه ده چې د م??ګر?? ملتونو د بشري حقونو کمشنر او اسلامی مرستې تنظیم ( او آئی سی) مشن له دې مقبوضه کشمیر ته د تللو اجازه وركړې شي ۔ ده ووئيل وروڼو مسلمان هېوادونو هم د كشميري اولس سره پھ روان ظلم او تشدد او د مقبوضه کشمیر په صورت حال د خپل تشويش څرګندونه كړې۔