اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د افغانستان د لارې د تركمانستان څخه تر پاكستان او هند ګاز پائپ لائن د تركمانستان په حدود كښې تعمير بشپړ شوې٬د بنياد تېګه به (نن) د جمعې په ورځ سرحدي ښار سرحت آباد كېښودلې شي۔د بنياد تېګې اېښودلو دستورې نه پس به د غړو هېوادونو پاكستان٬هند٬افغانستان او تركمانستان رهبر كمېټۍ غونډه به ماري سټ?? كښې كېږي۔ د انټرسټېټ ګاز سسټم پرائيوېټ لمېټډ منيجنګ ډائرېكټر مبين صولت څوك چې د تاپي منصوبې ترمخه دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه غونډو كښې ګډون له تركمانستان كښې دے٬اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د دې پروژې په اړه د?? يو تاريخي او مثبت پړاو دے د كومې به چې ښه نتيجې ترلاسه شي۔ ده ووئيل كمپنۍ د م??رچ 2017 راهيسې د فرنټ اينډ انجينئرنګ ډيزائن هلې ځلې پېل كړي دي او تراوسه په تاپ?? پروژه عملدرآمد په لړ كښې ګڼ اقدامات شوي۔ ده ووئيل دې پروژې سره به پاكستان ته ارزان اندهن او توان وركول باوري كړې شي چې ورسره به د هېواد سماجي او اقتصاد?? پرمختګ لا تند شي۔ د منصوبې ترمخه 56 انچ قطر 1680 كلوميټر اوږد پائپ لائن به غزولې شي۔ د دې پائپ لائن د لارې به د تركمانستان څخه د ورځې 3.2 ارب ??يوبك فټ ګاز وركولې شي۔ منصوبه به تر 2020 بشپړ شي۔ د پروژې لپاره آسيائ?? پرمختيائي بانك مالي مرسته كوي۔ د پروژې څخه به پاكستان او هند ته 1.325 ارب ??يوبك فټ٬افغانستان له 0.51 ارب ??يوبك فټ ګاز وركړې شي