مانسهره 11 فروری (اے پي پي﴾ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې پخواني وزيراعظم ??حمد نواز شريف اولس سره كړي لوظونه پوره كړي دي٬ پخواني وزيراعظم د موټروے د لارې په هېواد كښې د سړكونو جال خپور كړ?? او دې سره د هېواد معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ په مانسهره كښې د سوئي ګېس د لوډشېډنګ مسئله هم حل كړ?? شوې۔ وفاقي وزير دا خبرې د اتوار په ورځ په غازي كوټ كښې د سوئي ګاز د اضافي پائپ لائن د پرانستې نه پس اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې ??كړې۔ په دې موقع د قومي اسمبلې غړے كېپټن ﴿ر﴾ صفدر٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي صالح محمد خان٬ سردار محمد ظهور٬ ميا ضياالرحمان او ضلع ناظم سيد غلام رسول هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل چې پخواني وزيراعظم ??حمد نواز شريف هېواد د پرمختګ په لار روان كړ??۔ په ټول هېواد كښې د نواز شريف په غونډو د اولس ګډون عدالتي پرېكړه رد كړ??۔ اولس به د كاركردګې په بنياد مسلم ليګ ﴿ن﴾ بيا كامياب كړي۔ ده ووئيل چې په راتلونكو ټولټاك??و كښې به نه يوازې په وفاق بلكې د خېبر پښتونخوا پشمول په څلورو واړو صوبو كښې ??سلم ليګ ﴿ن﴾ قوي حكومتونه جوړوي۔