اسلام آباد 09 فروری (اے پی پی﴾ اولس ??شر ممنون حسېن او د اردن باچا عبدالله د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت٬ تعليم او د كلتور په څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق كولو سره وئيلي دي چې پاكستان او اردن په بېلا بېلو څانګو كښې د خپلې خاص تجربې د لارې يو بل ته ګټه رسولې شي۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه دا اتفاق د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د شوي ملاقات په مهال وشو۔ په دې موقع د اولس ??شر مرسته د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان٬ خارجه سېكترې او نورو اعلٰي چارواكو وكړه۔ د اردن د باچا مرسته د اردن خارجه وزير اېمن سفادي٬ د جوائنټ چيفس اف سټاف چيئرمېن جنرال محمود فريحات او نورو اعلٰي چارواكو وكړه۔ اولس ??شر ووئيل چې د امريكې لخوا يروشلم د اسرائيل پايه تخت منلو په معامله كښې اردن د جرات وړ دريځ اختيار كړے٬ پاكستان د دې قدر كوي۔ په دې موقع د اردن باچا عبدالله ووئيل چې د پاكستان لخوا د اسلامي ا??ت د ستونزو حل لپاره چې كوم دريځ خپل كړے شوے٬ هغه مونږ لپاره د قوت سبب دے۔ اولس ??شر ووئيل چې د كشمير او فلسطين پشان د پخوانو ستونزو حل نړيوال امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ اولس ??شر ووئيل چې پاكستان او اردن پ?? خپلو كښې ژورې سياسي٬ كلتوري ا?? تاريخي اړيكې لري۔ ده ووئيل چې دوه اړخيزه تجارت د دواړو هېوادونو د ژورو او د ورورولې د اړيكو سمه عكاسي نه كوي۔ ده تجويز وركړو چې د پاكستان او اردن ترمېنځه بايد د زياتو تجارتي پلاوو تبادله وشي۔ د اردن باچا د اولس ??شر تجويز سره اتفاق وكړو او وې وئيل چې د دواړو هېوادونو د معيشت استحكام لپاره په شريك تجارت كښې اضافه ضروري ده۔ پھ دې لړ كښې به په مارچ كښې د شريك وزارتي كميسون په غونډه كښې غور كولې شي