اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د انډونېزيا اولس مشر جوكو وېدودو د خالي په ورځ خپله دوه ورځنې سركاري دوره ترسره كولو سره هېواد ته ستون شو۔ اولس مشر ممنون حسېن د انډونېزيا اولس مشر او وړومبې مېرمن اېريانا وېدودو رخصت كړل۔ د انډونېزيا اولس مشر د جمعې په ورځ د وزيرانو او د كاروباري خلقو يو پلاوي سره د پاكستان په دوره راغلې و۔ د نور خان په هوائي اډه د درنو مېلمونو رخصت كولو په مهال اولس مشر ممنون حسېن سره وړومبې مېرمن بېګم محموده ممنون حسېن٬ وفاقي وزيراوېس احمد خان لغاري٬ سناتوره عائشه رضا او خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه هم موجود وو۔ د روانېدو څخه وړاندې د انډونېزيا اولس مشر د پاكستان ائير فورس د جے اېف 17 تهنډر الوتكې معائنه هم و??ړه كومه چې په هوائي اډه موجود وه۔ پھ دې موقع ونګ كمانډر عدنان دروند مېلمه د نوې الوتكې د خصوصياتو او فنكشن?? څخه خبر كړو۔ د خپلې دورې په مهال د انډونېزيا اولس مشر د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا هم و??ړه۔ اولس مشر وېدودو وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات هم و??ړو۔ دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه مرستې او د شريك تجارت ودې لپاره په بېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې لوظنامې او نور دستاوېزات هم لاسليك كړل۔ اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان په دوره د راغلي مېلمه مېلمستيا هم و??ړه۔ د اولس مشر وېدودو لخوا دا د پاكستان وړومبې دوره وه۔ د كال 2012م په مهال د انډونېزيا اولس مشر سوسي??و بمبانګ يدهونو د ډي اېټ په كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره د پاكستان په دوره راغلې و۔