اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان د روغتيا څانګې ته ډېر زيات اهميت وركوي٬د روغتيا بنيادي ډهانچې ښه والي او د اولس معياري طبي خدماتو لپاره هر ډول ګامونه پورته كولې شي۔ ده دا خبرې د رائل كالج آف فزېشنز برتانيې پلاوي سره په خبرو كښې وكړې كوم چې د جمعې په ورځ د صدر جين ډيكر په مشرۍ كښې په ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔په پلاوي كښې آئن بولك٬پروفيسر علي جواد٬ پروفيسر عامر غ??ور خان٬پروفيسر جاودې اكرم او سټيوكرمپ شامل وو۔ د روغتيا خذماتو وزارت او د ايوان صدر كاركوونكي هم پھ دې موقع موجود وو۔ اولس مشر د پاكستاني ډاكټرانو او رائل كالج آف فزېشنز شراكتداري ستائېلو سره ووئېل چې د شريكو هڅو د لارې د”فيوچرهاسپېټل پاكستان”پشان پروژې به د رنځورانو معالجې لپاره يو غوره مثال وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مونږ په ګډه عامې روغتيا ت?? رامخې ته شويو خطرو لرې ك??لو كښې د مرستې كردار ادا كولې شو۔ اولس مشر ووئيل چې پاكستانې ډاكټرانو سره د مرستې لا زيات??لو ضرورت دے۔ اولس مشر ممنون حسېن په پاكستان كښې د رنځورانو معالجې په اړه په كنفرنس جوړ??لو كښې د آر سي پي هڅې وستائلې۔ ده ووئيل چې دا هڅه به د مې??يكل تعليم معيار ښه ك??لو لپاره ګټوره ثابته شي۔ اولس مشر د آر سي پي په پنځه سوه كلونو دستورو مباركي وركړه او په پاكستان كښې يې دې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔