اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د ډي اېټ د مش??انو 9مه غونډه د جمعې په ورځ د تركيې په استنبول ښار كښې پېل شوه چې پكښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاكستان نمائندګي كوي۔ پاكستان د ډي اېټ اوسنې چيئرمېن دے او هغه به په دې موقع د تنظيم مش??ي تركيې ته سپاري۔ د دې څخه وړاندې د ډي اېټ د مش??انو د غونډې په ځائ د تركيې اولس مش?? رجب طيب اردوان په كنفرنس كښې د ګډون كوونكو د هې??ادونو او د حكومتونو د مش??انو هركلې وكړو۔ په دې موقع د ډې اېټ مش??انو ګروپ فوټو هم ويستلو۔ مصر٬ اېران٬ بنګله دېشن٬ انډونېزيا٬ مالېزيا٬ نائجېريا٬ تركيه او پاكستان د تنظيم غړي دي۔ د ډي اېټ د مش??انو په دې 9مه غونډه كښې آذربائيجان او ګني په ځانګړې توګه ګډون كوي۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف هم وزيراعظم سره دے۔ په غونډه كښې به د ډي اېټ عمومي سېكتر سمټ راپور وړاندے كوي۔ د ډي اېټ هې??ادونو مجموعي آبادي د يو ارب نه زياته ده او شريكه شرح نمو ئې د 37 كهربه ډالرو نه زياته ده۔ د تنظيم په مقاصدو كښې د غړو هې??ادونو ترمېنځه په معاشي مرسته كښې اضافه او د اولس د ژوند بهتري شامله ده۔ د دې تنظيم د مش??انو په غونډه كښې د هې??ادونو مش??ان٬ په كونسل كښې خارجه وزيران او په كميشن كښې اعلٰي چارواكي د خپلو خپلو هې??ادونو نمائندګي كوي۔ د تنظيم د چارټر له مخې د كركيلې٬ فوډ سېكيورټي٬ توان٬ معدنياتو٬ صنعتي مرستې٬ روغتيا٬ سېلګرې پشمول په نورو څانګو كښې د مرستې وده شامله ده۔ پاكستان د ډي اېټ تنظيم فعاله غړے دے۔ د استنبول په تاريخي ښار كښې به د ډي اېټ د مش??انو په 9مه غونډه كښې د غړو هې??ادونو مش??ان د راتلونكي وخت په تګلاره خبرې كوي۔ د ډي اېټ د مش??انو غونډې په موقع به شاهد خاقان عباسي د تركيې او نورو هې??ادونو مش??انو سره ملاقاتونه هم كوي۔