اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان اکانومي واچ چئیرمېن برېګیډئیر محمد اسلم خان وئيلي د?? آئي اېم اېف څخه د قرض اخستو په لا تاخير به د هېواد معيشت زيانمند شي٬ په سختو شرطونو د زهرو ګوټ تېرول مجبوري د??٬ آئي اېم اېف څخه پور ترلاسه كېدو نه پس به د نورو نړيوالو ادارو په پاكستان باور زيات شي۔ د ج??عې په ورځ خپل جاري بيان كښې ده ووئيل ذخيزه كوٶنكي د اولس قوت خريد ختمول غواړي ٬ د منافع خورو په ضد دې سخته كاروائي وكړې شي٬ د رمضان پېكج اعلان خوشبينه دے خ?? دې ل??ار?? دوه اربه روپۍ بېلول ډېرې نه دي٬ ده ووئېل يوټېلټي سټورز اولس ته د آسانيو جوګه كولو ل??ار?? دې اته اربه روپۍ وركړې شي او ټولې صوبې دې ارزانه بازارونه ولګوي۔ ده ووئيل د سټاك اېكسچېنج په اوسني بحران كښې د بروكر مافيا لاس دے څوك چې اولس لوټ كولو ل??ار?? مصنوعي بحرانونه راولاړوي ٬ كه دا بحران حقيقي وي نو اولس سره سره به بروكر مافيا ته هم زيان رسيږي ٬ ده ووئېل د سټاك ماركيټ د معاملې ته پلټنې دې وكړې شي او د نتيجو تر رامخې ته كېد?? دې د ټولو بلېك شيپ نامې په اي سي اېل كښې واچولې شي دغسې چې ھغوي د هېواد نه اونه تخښتي