اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې د کشمیر پحقله د هند د آئين دفعه 370 د ختمولو پرېكړه به نه تسليمه وو٬ کشمیريان هم دا پرېكړه نه مني ٬ هند بلوچستان او ګلګت بلتستان پشمول هېواد كښې د حالاتو خبرولو هڅې كوي٬ د هند هرې حربې به قوي ځواب وركولې شي٬ د امريكې لخوا هند ته د آبدوز شكن ??سل?? وركولو سره به منطقه كښې د ??سل?? زغل زيات شي٬ پاکستان د اتم اپرېل نه تر 29م اپر??ل ?? هند 360 بنديان په څلورو پړاٶنو كښې خوشې كوي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل پاكستان او هند سزا ترسره كوٶنكي بنديانو ?? خوشې كولو پرېكړه كړې ده ٬ بدا بنديان به په څلورو پړاونو كښې خوشې كولې شي٬ پاکستان د اتم اپرېل نه تر 29م اپر??ل ?? هند 360 بنديان خوشې كوي خو وياند واضح كړه چې په دې كښې هندي جاسوس كلبهوشن ياديو شامل نه دے ۔ ده ووئيل د اپرېل په اتمه نيټه به سل ٬ په 15م اپر??ل ??ه سل ٬ په 22م اپر??ل ??ه سل او دغسې په 29م اپر??ل ??ه 60 بنديان خوشې كوي چې پكښې پنځه سوېلين هم شامل دي دغسې هند هم د پاکستان بنديان خوشې كوي۔ وياند ووئيل هند پرله پسې د لائن آف كنټرول خلاف ورزي كوي٬ د هند لخوا سوله ابادۍ په نښه كېږي ٬ هند د دې سرحدي خلاف ورزو او د كال 2003 د ډز بندۍ د خلاف ورزيو په اړه نړيواله ورورولي پرله پسې خبروٶ۔ ده ووئيل دې لړ كښې اسلام آباد كښې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو ته بريفنګ وركولې شي د دې نه علاوه په لوړه كچه رابطې هم موجود دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب هند د كرتار پور پحقله د اپرېل په دوېمه نيټه كېدونكې مذاكرات د خپل اړخه ځنډولي وو خو دا تجويز ئې راكړې چې د كرتار پوره راهدارۍ پحقله د تكنيكي كمېټۍ غونډه په روانه مياشت كښې پكار ده په دې لړ كښې دوه نيټې هند راكړې دي٬ مونږ په ھغې غور كوٶ خو لا تراوسه حتمي پرېكړه نه ده شوې۔ وياند د امريكې لخوا هند ته د آبدوز شكن ??سل?? وركولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د دې ډول پرېكړو سره به مطنقه كښې د ??سل?? زغل زيات شي٬ كوم هېواد ته چې دا وسله وركولې كېږي ھغوي په 27م نيټه په پاكستان د بريد هڅه كړې٬ پاکستان