اسلام آباد 20 مارچ (اے ??ی پی) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ??فق?? محمود سره د جاپان د نړيوالې مرستې ادارې “جائيكا” پلاوي د ادارې نائب صدر ډاكټر ټوډا ټاكاٶ په مشرۍ كښې د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې د تعليم وزير ??فق?? محمود ووئيل پاکستان او جاپان زړې او قوي اړيكې لري٬ جائيكا پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې كار كوي٬ خو پاكستان كښې د تعليم پ?? مېدان كښې د جائيكا كردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د شرح خواندګۍ ټيټه كچه زياتول او د سكول نه بهر ماشوما?? سكولونو كښې د داخلولو پروګرام په ګبرد هېواد كښې پېل كوٶ۔ ??فق?? محمود ووئيل د استاذانو كمې او سكولونو ته د رسېدو مسئله حل كولو لپاره به ټېكنالوجي كاروٶ۔ ده ووئيل د ټولو صوبو په مرسته به يو نظام ا?? نصاب وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل د تعليم معيار لوړولو او د سكول څخه د پېشه وره تربيې تعليم پېل كوٶ۔ په دې موقع د جائيكا نائب صدر ډاكټر ډوډا ټاكاٶ ووئيل د اوږدې مودې راهسې جائيكا پاكستان كښې د تعليم او په نورو څانګو كښې جائيكا خپل خدمات ترسره كوي۔ ده ووئيل مونږ پاكستان كښې د جائيكا د جاري تعليمي پروګامونو به مجموعي جاج اخلو۔ ده ووئيل د خواندګۍ شرح زياتول او په سكولونو كښې د ټېكنالوجۍ كارولو پحقله د جائيكا پوهان خپله ممكنه مرسته وركولې شي۔