دندلی /تته پانی۔ 09 مارچ (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي تته پاني څخه تر منګله او چړي كوټ څخه تر كوهاله سيمه د پاكستان دفاعي قلعه ده او په لائن آف كنټ??ول وسېدونكي 5 لكه 40 زره وګړي د پاكستان بې وردۍ سپاهيان دي۔ د هندي ځواك د ګولو ښكار شوي او ځپلې شوي به بې آسرې پرېښودلې نه شي۔ د حكومتي چارواكي ??و انتظاميه به يو يو وګړي ته ځان رسوي او د دوئي خيال ساتلو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ تته پاني او دندلي كښې د كنټ??ول لائن ځپليو غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل د پاکستان ددفاع ا?? سلامتيا په ضد د دښمن هر سازش به ناكامه كولې شي۔ ده ووئيل د پاك پوځ يو سپاهي د دشمن د ټول پوځ نه زيات قوي دې ځكه چې دې جذبې سره جنګ كوي او وطن لپاره د ځان قرباني ور??ول دې خپله كاميابي ګڼي۔ ده ووئيل داسې جذبې ته څوك ماتې ور??ولې نه شي۔ ده ووئيل هند د پلوامه پېښې څخه ور??ستو په پاكستان د دروغو تورونو لګولو سره بريد وكړو د كومې چې پاكستان مجبوراً ځواب ور??ړو۔ ده ووئيل په كوم ډول چې پاكستان ځواب ور??ړو هغې ټوله نړۍ كښې د پاكستان عزت زيات كړو۔ د پاكستان د ځواب نه ور??ستو د هندي ځواك افسر په دې وئيلو مجبور شو چې د پاكستان پوځ يو پېشه ور پوځ دے۔ ده ووئيل د پاكستان او آ زاد كشمير اولس يو موټي دي او خپلو ځواكونو سره سم ولاړ دي۔ ده ووئيل مونږ د نبي كريم (ص) اتباع كوؤنكې يوو او د هغه په مبارك سنت روان يو۔ چا چې د يو څو سوؤنو مجاهدينو په مرسته د زرګونو په شمېر لښكرو ته ماتې ور??ړې وه۔ ده په دې مهال د پاك پوځ د مړانې او د هغوي د قربانيو او سخت محنت هم ستائنه وكړه۔