اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د پاكس??ان او نورو غړو هېوادونو باور ترلاسه كولو نه غېر د سشما سوراج او آئي سي غونډې ته بلل د افسوس وړ دي۔ پاكس??ان په نړۍ كښې د ځانله كولو هڅو كښې بوخت مودي سركار چې په نړيوال ګډر د كومې ماتې سره مخ شوې د دغې سبب د هند بې بنسټه ډنډورې دي۔ ?? وزیراعظم عمران خان لخوا د هندي پائيلوټ د خوشې كولو حكم منطقه كښې د امن په ځائې كولو پلو يو لوئې ګام دے۔ پاكس??ان د خېر سګالۍ جذبې څرګندونه كولو سره ثابت كړې چې پاكس??ان منطقه كښې امن غواړي۔ ?? دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل اګر چې هند د پاكس??ان د پولو خلاف ورزي كړې ولې د پاكس??ان تدبر لرونكې مشرتابه معامله اوږده نه كړه او د زيركتيا څرګندونه ئې وكړه۔ د وزیراعظم عمران خان لخوا د خېر سګالۍ جذبې ترمخه د هندي پائيلوټ د خوشې كولو حكم به منطقه كښې د امن په ځائې كولو پلو يو ګام وي۔ وفاقي وزير د هندي پائيلوټ د خوشې كولو امر د پاكس??ان اخلاقي فتح ګرځولو سره ووئيل د وزيراعظم عمران خان دې پرېكړې ته په ټوله نړۍ كښې د قدر په نظر كتلې شي او نړيوالې ميډيا د پاكس??ان وزيراعظم له د امن سفير خطاب وركړې۔ بلخوا هندي حلقې د دې ګام په غېر متوقع ولې مثبت ګرځولو مجبور شوي ۔ غلام سرور خان ووئيل د پاكستاني مشرتابه غوره حكمت عملۍ په سبب جنګي محاذ سره سره په سفارتي محاذ هم پاكس??ان تاريخي كاميابي ترلاسه كړې۔ ده ووئېل پاكس??ان په فعاله ډول خپل موقف نړۍ ته وړاندې كړو او د كشمير مسئله ئې رامخې ته كړه چې لامله ئې د كشمير د پخوانۍ مسئلې د سولييز حل لاره هوارېدل په نظر راتلل پېل شوي ۔