اسلام آباد 31 جنوری(اے پی پی) د قامي اس??بل?? سپيكر اسد قيصر سره د وزيراعظم وياند نديم ا??ضل چن د زيارت په سپيكر هاؤس كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي معاشي او سياسي صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وكړې شوې۔په دې موقع د قامي اس??بل?? سپيكر ووئيل هېواد ته په ورپېښو چېلنجونو قابو موندلو لپاره مونږ ته د صبر نه كار اخستو او د اختلافاتو هېرولو سره د اتحاد پېدا كولو ضرورت دے۔ده ووئيل په ايوان كښې ټول غړي د هغه ??ه نظر كښې برابر او يو ډول اهميت لري۔ده ووئيل د ايوان ماحول ښه ساتل او اولس لپاره د قانون سازۍ عمل ګړندې كول د دوي وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل د نديم ا??ضل چن د كوم تعلق چې يوې نامتو سياسي كورنۍ سره دے او هغه ??خپله هم يو پوهه او فعاله سياسي لارښود دے٬د وزيراعظم د وياند په توګه ټاكنه ښه پريكړه ده۔ند وزيراعظم وياند نديم ا??ضل چن د سپيكر مننه كولو سره په ايوان كښې د هغه ??ه بې طرفه كردار ستائنه وكړه۔ده ووئيل اوسنې حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد څخه د ترهه ګرۍ٬غربت٬ناخواندګۍ او د كرپشن خاتمې سره سره د عام وګړي د ژوند معيار ل??اره هڅې كوي۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د اوسني حكومت د مثبتو پالېسو په نتيجه كښې به د هېواد په چېلنجونو قابو وموندلې شي او هېواد به د پرمختګ او خوشحالۍ په سفر روان شي