اسلام آباد 25 جنوری (اے پی پی) د قامی ??قتصادی کونسل انتظامی کمېټۍ (ایکنك) هېواد څخه د پولیو ختمولو لپاره د 986.26 ملیونه ډالره نظ??ثانی شوې پلان منظوری كړې ۔ د ایکنك غونډه د خزانې وفاقی وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې د جمعې پھ ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د هېواد څخه د پولیو ختمولو پروګرام تفصیل سره جاج واخستلې شو ٬ دې نه پس ایکنك د پولیو ختمولو لپاره د نظ??ثانی شوې پلان منظوری وركړه۔ د دې پروګرام د لګښت اندازه 986.26 ملیونه ډالره لګولې شوي۔ د دې منصوبې مقصد د عام ویکسینېشن نه علاوہ هم هېواد كښې د پولیو ختمولو كمپائن چلول دي۔ دې نه ځانله د پولیو وائرس منتقلۍ ٬ څارنې لپاره انوائرمنټل سرویلېئنس به هم كارولې شي۔ایکنك د مردان۔صوابۍ 42 کلوْمیټره سړك فزیبلټی سټ??ی او دوه اړخيزه كولو منظوری وركړه۔ مردان۔ صوابی سترې لارې په منصوبه به 9550.10 ملیونه روپۍ لګښت راځي