اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د جمهوريت تحفظ لپاره د ميډيا د هلو ځلو ستائنه كولو سره په ميډيا زور رواړې چې ميډيا دې د صحت په اړه او سماجي م??ائل رامخې ته كولو لپاره خپل فعاله كردار ولوبوي٬ ميديا بايد هېواد او قام ته د پېښو بحرانونو لرې كولو له م??اونت وكړي٬ رائے عامه هوارولو كښې ميديا مهم كردار لري۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ كونسل آف پاكستان نيوز پېپرز اېډيټرز (سي پي اېن اي) تر سېوري لاندې پاكستان ميډيا كنونشن ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په كنونشن كښې د سي پي اېن اي صدر عارف نظامي، عمومي سېكتر عبدالجبار خټك او د میډی?? صنعت سره تړون لرونكو نوموړو شخصياتو ګډون وكړو۔ اولس مشر بېلا بېلې سماجي م??ئلې رامخې ته كولو سره ووئيل پاكستان كښې نزدې 90 فيصده مېرمنې خپل وراثتي حق نه م??رومه دي۔ ده په ميډيا زور رواړو چې ھغوي م??ائل رامخې ته كولو سره د حكومت معاونت وكړي اوپه اولس كښې شعور پېدا كړي۔ اولس مشر د سماجي م??ئلو په اره د اولس د خدمت وړ پېغامونو ته زيات ځائي وركولو كښې ميديا ادارو له د اېوارډ وركولو عنديه هم وركړه۔ د میډیا د مالياتي م??ئلو په اړه خپلو خبرو كښې ده هيله څرګنده كړه چې په قامي م??يشت كښې بهترۍ سره د ميډيا په څانګه كښې به هم په م??اشي توګه بهتري راشي خو پرنټ ميډيا له به د ډيجيټل او سوشل ميډيا غونډې د چېلنجونو مقابلې كولو سره رامخې ته كېدل وي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل ميډيا د رياست د څلورمې ستن حېثيت لري او د ميډي?? صنعت كښې د ارتقاء عمل نن هم روان دے٬ ده ووئېل ميديا په تيارو كښې مشعال بل كړے٬ په سختو حالاتو كښې ئې په جمهوري هلو ځلو كښې خپل كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل وړومبې ورځپاڼې او مجلې وې٬ بيا پرنټ ميډيا سره الېكټرانك ميديا خپل ځائ جوړ كړو او اوس بېلا بېلو ورځپاڼو د اي پيپرز شكل اختيار كړې ۔ ده ووئيل څنګه چې د ميډيا په صنعت كښې د ارتقاء عمل روان دے نو ورسره د خبر ذريعې هم بهترېږي۔ ده ووئيل اګرچه الېكټرانك او سوشل ميديا په تندۍ سره پرمختګ ??وي خو د پرنټ ميډيا اهميت پ