اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې ?? شورو په ورځ بلوچستان كښې ?? اوچ كالۍ په صورتحال يو شمېر غړو خبرې وكړې او صوبه كښې ?? اوچ كالۍ په نتيجه كښې ?? څاورو مړه كېدو او اولس ته د پېښو مسئلو حل لپاره د اقداماتو په حاجت زور راوړلې شو او د حكومت لخوا ايوان ته ووئيل شول د بلوچستان د اوچ كالۍ د صورتحال په اړه صوبائي حكومت تفصيلات نه پس به ايوان په باور كښې ??خستلې شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ??لوچستان څخه د قامي اسمبلۍ عړي مولانا عبدالواسع ووئيل بلوچستان كښې ?? شپږو كالو راهسې بارانونه نه كېږي چې په سوب ئې د اوچ كالۍ صورتحال دے٬ څاروي مري او اوبه ه?? ختمېږي چې پرې وفاقي او صوبائي واكمن هېڅ اقدامات نه كوي۔ د مسلم لیګ (ن) غړٶ احسن اقبال‘ سردار ایاز صادق او د پیپلز ګوند غړي راجه پروېز اشرف هم په دې اړه خبرې وكړې او صوبه كښې ?? اوچ كالۍ له امله د پېدا شوو مسئلو حل لپاره ئې وفاقي حكومت ته د كردار ووئېل ۔ د پارلماني چارو وزير علي محمد خان ووئيل وفاقي حكومت د اوچ كالۍ صورتحال جاج اخلي٬ پ?? ډي اېم اے هم كار كوي٬ په دې معامله به تفصيلي ځواب د بلوچستان واكمنو څخه د تفصيلات ترلاسه كولو نه پس وركولې شي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل بلوچستان او تھرپارکر كښې ?? قدرتي عواملو له امله صورتحال خراب دے ٬ په صوبائي كچه ډيزاسټر مېنجمنټ لپاره يوه ډهانچه موجوده ده ٬ بلوچستان كښې پ?? ډي اېم اے له هم خپل كردار لوبول پكار دې۔ ده ووئيل د اېن اېف سي اېوارډ له مخې 57 فيصده وسائل صوبو سره دي ٬ صوبې كه رېونيو اخلي نو د دې سره تړلې ذمه وارۍ دې هم بايد ترسره كړي۔ ده ووئيل ايوان له په ګډه د بلوچستان اوچ كالۍ له امله د ځپليو مرستې لپاره طريقه كار جوړول پكار دي ٬ په دې معامله بايد پوائنټ سكورنګ ونه كړې شي