اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د آل پارټيز حريت كنفرنس د آزاد جمو كشمير څانګې تر سيوري لاندې په مقبوضه ??شمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو په ضد د ملګرو ملتونو د دفتر په خوا كښې احتجاجي مظاهره و??وه?? دا مظاهره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لخوا د كشمير اولس د خپلواكې حق د قرارداد د 70 كاله په پوره كېدو و??وه?? مظاهرې ت?? د ??ريت يو شمېر مشرانو٬ عبدالمجيد لون٬ الطاف واني٬ سيد فېض نقشبندي٬ عبدالماجد مير٬ حسن البنا٬ اعجاز رحماني٬ محمود صغير٬ پروېز شاه٬ عبدالماجد ملك٬ راجه خادم حسېن٬ مير طاه?? مسعود او نورو وېنا وكړه او وې وئيل چې په مقبوضه ??شمير كښې د خپلواكې ح?? لپاره په هڅو كوونكو كشميريانو او عام كشميري اولس د هندي ځواكونو لخوا د ظلم او بربريت لړې لا هم روانه ده۔ دوي ووئيل چې د هند امنيتي ادارې د بشري حقونو څخه په سختو سرغړونو كښې ككړې دي۔ نړيواله ټولنه دې نوټس واخلي۔ په دې موقع د ملګرو ملتونو دفتر ته يو يادښت هم وړاندې كړے شو۔