اسلام آباد ۔07 جون (اے پی پی) راروانو ټول ټاكنو 2018 ء له د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو كښې يوه ورځ پاتې شوې۔ د جمعې په ورځ به د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو له د ريټرننګ افسران?? په دفترونو كښې جوش او جذبه د ليدلو وي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د ترميم شوي شېډول ترمخه په څلورمه ورځ هم د ريټرننګ افسرانو څخه د بېلو كانديدانو او دوئي د نمائندګانو د نامزدګۍ كاغذونو ترلاسه كولو لړۍ روانه وه۔ په ځينو حلقو كښې د كانديدانو لخوا د كاغذونو جمع كولو لړ?? هم پېل شوې۔ د مسلم ليګ (ن) صدر مياں شهباز شريف ٬ د تحريك انصاف مشر عمران خان او مريم نواز شريف په شمول د نورو مهمو لارښودو لخوا د جمعې په ورځ د كاغذونو جمع كولو امكان دے۔ د بېلو سيمو ریټرننګ افسرانو څخه نر ښځو هم د نامزدګۍ كاغذونه ترلاسه كړي۔ د کاغذونو جمع كولو آخري نېټه 8 جون ټاكلې شوې۔ دې څخه وروستو تر 14 جون به ددې كاغذونو كره كتنه كولې شي۔ ددې كاغذونو منظورېدو يا مسترد كېدو پرېكړ?? په ضد به اپيلونه تر 19 جون جمع كولې شي۔ تر 26 جون د اېپلټ ټربیونل لخوا به په دې اپيلونو كار ترسره كولې شي۔ په 27 جون به د كانديدانو فهرست جار?? كولې شي۔ تر 28 جون به د نامزدګۍ كاغذونه بېرته ??خستلې شي۔ كانديدانو ته ??ه انتخابي نښې تر 29 جون الاټ كولې شي۔ پولنګ به په 25 جولائ?? كولې شي۔