اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) ا??لس مشر ممنون حسېن وئيلي دي نړيوال اسلامي پوهنتون خوږ هېواد ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي په لړ كښې په زيركتيا د رياست د قدر وړ معاونت كړې٬ د انتها خوښۍ په وجوهاتو پوهېدو او د مخنيوي په لړ كښې د پوهنتون تر سېوري لاندې د علماﺀ كرامو فتوېٰ “پېغام پاكستان” ډېر اهميت ??ري كومه چې د پاكستان ج??ړې??و نه پس د علماء لخوا ډېر مهم دستاوېز دے۔ دا خبرې اولسمشر په ايوان صدر كښې د نړيوال اسلامي پوهنتون د بورډ آف ټرسټيز ديارلسمې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د بورډ آف ټرسټيز خالي چوكۍ لپاره د سوډان د پخواني ا??لس مشر عبدالرحمن سوار الذھاب د غړيتوب د تجويز منظوري وركړې شوه ۔ په غونډه كښې د پاكستان پشمول د سعودی ، مراکش، مصر، کوېت او نورو اسلامي هېوادونو غ??و ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پوهنتون د انتظامي چارو پحقله مهمې پرېكړې هم وشوې ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ا??لس مشر ووئيل پوهنتونونه او د تحقيق ادارې انسانيت ته د پېښو مسئلو په پوهه او هواري كښې غېر معمولي اهميت ??ري او د ټولنه په سياسي٬ معاشي او سماجي پرمختګ كښې هم مهم كردار لوبوي او په دې معاملو كښې د نړيوال اسلامي پوهنتون خدمات د قدر وړ دي۔ په دې موقع د الازهر پوهنتون صدر ډاكټر یوسف عمر او د مفتی اعظم مصر نمائنده ډاكټر عباس عبداللہ٬ ریکټر ډاکټر معصوم یسین زئی، پروفېسر ډاکټر احمد یوسف الدروېش، د اېچ اي سي چيئرمېن ډاکټر مختار احمد، د مراكش د اسلامك اېجوكېشنل سائنټېفك اېنډ كلچرل ارګنائزېشن مشرډاکټر عبدالعزیز بن عثمان التویجري ،د قاهرې پوهنتون صدر پروفېسر محمد عثمان الخوشت، د اسلامی نظریاتی کونسل چیئرمېن ډاکټر قبله ایاز، د اسلامي پرمختيائي بانك پخواني مشر ډاکټر احمد محمد علی، د اېف پي اېس سي غړي احمد فاروق، جسټس (ر) خلیل الرحمن خان، د وفاقی شرعي عدالت سینئر جج جسټس ډاکټر فدا محمد خان، د کوېت ډاکټرعثمان یوسف جاسم الحاجي، پخوانۍ سناتوره روزینه عالم، ډاکټر خالد مسعود، د سعودی شېخ حمود بن عبداللہ الثیب، د کویت ډاکټر محمد اسید عبدالرزاق الطباطبائي، د جامعه الازهر صدر ډاکټر یوسف السید یوسف امیر،د ا??لس مشر سېكتر شاهد خان او خارجه سېكتره تهمینه جنجوعه پشمول نور لوړ پوري چاروكو ګډون وكړٶ۔)ض ض/ګ ل/2157)