اسلام آباد(اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي پوځي او نورو ضرورياتو لپاره پھ امريكا د پاكسان انحصار نه دې پاتې شوې٬امريكې سره هم د برابرۍ په بنياد اړيكې او ??مك??ري غواړو٬پھ افغانستان كښې د پاكستان نه زيات بل څوك امن نه غواړي٬پاكستان د مشكل ګاونډيتوب٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د افغانستان شخړې پشان ستونزو سره مخ دے٬كه هر څه وي ټاكنې به په خپل وخت او د اګست په پېل كښې كېږي٬هيله ده مسلم ليګ(ن)به بېرته اقتدار ته راشي۔عرب نيوز سره په يوه مركه كښې ده ووئيل په امريكا د پاكستان انحصار نه دې پاتې شوې او كه ضرورت پېښ شو نو نورې زريعې به په كار راوستلې شي٬كه يو ذريعه ختمه شي نو مونږ ??ره ذريعو سره د مراجعې كولو نه علاوه بله چاره نشته٬دې لپاره زيات لګښت او وسيلې پكار راتلې شي خو مونږ ??ه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان ساتل دي او هم دا خبره ده په كومه چې مونږ په هر ملاقات كښې زور راوړو۔وزيراعظم ووئيل ?? هېواد په نظام د كومو بندېزونو يا خنډونو په نتيجه كښې به نه يوازې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې هڅې كمزورې شي بلكې د منطقې په توازن به هم آغېز وشي۔ده ووئيل ??مونږ پوځ سره د وسلې لويې نظام د امريكې دے او مونږ ??ره چينائي او اروپائي نظام هم موجود دے۔پھ دې وروستيو كښې په وړومبي ځل مونږ ?? روسيې جنګي چورلكې هم په نظام كښې شاملې كړی دي۔وزيراعظم ووئيل ??كومت لپاره دا يو فيچلې كار وو چې مونږ ?? ترهه ګرۍ٬د توان كمي٬معاشي او سيمه ايز عدم استحكام پشان ځايې او نړيوالو چېلنجونو سره مخ وو۔ده ووئيل ?? 20 كروړه 70 لكه څخه د زياتې آبادۍ په هېواد حكومت كول آسان كار نه دے۔وزيراعظم ووئيل پاكستان يو شمېر ستونزو سره مخ دې٬زمونږ ??تيز ګاونډي سره څو جنګونه شوي هغه(هند)هم جوهري قوت دے ٬ ده ووئېل مقبوضه كشمير زمونږ ??يمه ده۔د راتلونكو ټول ټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل كه هر څه وي ټول ټاكنې به په وخت او د اګست په پیل كېږي٬په پاكستان كښې به نوې حكومت جوړ شي او هيله ده چې هم دا ګوند(مسلم ليګ(ن)به اقتدار ته راشي۔په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې پھ موقع د خپلو مصروفياتو په اړه وزيراعظم ووئيل ??ه يو شمېر مهمو مشرانو سره ملاقاتونه كړي چې پكښې د 8 هېوادونو مشران٬د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر٬د امريكې دوهم اولس مشر او نړيوال سرمايه كار شامل دي۔ده ووئيل ?? امريكې دوهم اولس مشر مائيك پينس سره خبرې پھ سباؤن كښې سركاري رابطو لپاره ضروري وې ځكه چې كله د سوئېلي آسيا لپاره د ټرمپ پالېسي بيان راغلو نو پھ دې اړه ډېرې اندېښنې وې چې د دې مطلب څه دے او د پاكستان او امريكې اړيكو لپاره د دې اهميت څه دې۔