اسلام آباد 25 اګست (اے پی پی)خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي چې بايد هره يوه اد??ره پارلمان ته ځواب وركونكې وي٬كه د سېنېټ چيئرمېن حكم ??كړي نو حكومت د ريمنډ ډيوس په كتاب كښې د شوې انكشافاتو څخه د پورته شويو پوښتنو پلټنو لپ??ره تيار دې٬يوازې پوائنټ سكورننګ لپ??ره د دې د پلټنو كولو هېڅ ګټھ نشته۔د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن په دې لړ كښې د سناتور مولانا حافظ حمد الله د پام راګرځونې نوټس سر ته ورسولو۔د جمعې پھ ورځ د پام راګرځونې نوټس ??واب وركولو سره خارجه وزير خواجه محمد آصف ووئيل چې پارلمان ته د حاكميت تر راتلو د داسې پېښو مخ نيوې نه شي كېدې بايد هره يوه اد??ره ايوان يعني پارلمان ته ځواب وركونكې وي چا كوم كردار ترسره كړې كه د دې تحقيقات كول وي نو بې شكه وئې كړئ خو يوازې پوائنټ سكورنګ لپ??ره به د داسې كولو هېڅ ګټه نه وي۔د ديت پېسې د پاكستان حكومت وركړې دي٬دا پېښه هېرول ښه دي يا تحقيقات كول د??٬پريكړه دې چيئرمېن وكړي٬مونږ به هدايات عملي كوو۔د دې نه پس چيئرمېن دا معامله سر ته ورسوله۔د دې څخه وړاندې سناتور حافظ حمد الله او سناتور اعظم سواتي هم په دې معامله خبرې وكړې۔